ترافكي پيښې درې تنه مړه كړل

غزنيپه غزني كې په يوه ترافيكي پيښه كې درۍ تنو ژوند له لاسه وركړ. دا پيښه نن له غرمې مخكې د كابل _ كندهار په لاره د غزني د روضې په سيمه كې شوې ده. د غزني د ترافيكو مدير محمد الله احمدي وايي چې په دې پيښه كې ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي. د غزني د ترافيكو مدير وايي چې په دې سيمه كې يو ۳۰۴ بس له يوه تيلر سره ټكر كړى دى. سرچينه وايي په پيښه كې د ګرم معلومولو په موخه څيړنې دوام لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.