ترافكي پيښې څوارلسو ته مرګ ژبله واړوله

ترافكي پيښهپه فراه كې په يوه ترافكي پيښه كې دوه تنه مړه شوي او يوولس نور ټپيان دي. د فراه د ترانسپورت رييس عبدالصمد فراهي وايي دا پيښه نن سهار د فراه _ هرات په لاره د فراه د بالابلوك ولسوالې په شورخرما سيمه كې هغه وخت شوې چې يو ۳۰۳ بس چې هرات ته روان و له سړك چپه شو.

هغه وايي په دې پيښه كې دوه تنه مسافر مړه شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. هغه وايي موټر چلوونكى هم په مړو كې دي. د فراه د ترانسپورت رييس د پيښې د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.