ترافيكي پيښې د يو تن ژوند واخيست

غزنيپه غزني كې په يوه ترافيكي پيښه كې يو تن ژوند له لاسه وركړى او نهه نور ټپيان دي. دا پيښه نن سهار د كابل _ كندهار په لاره د غزني په ګيلان ولسوالۍ كې د يوه بس او لارې د ټكر له امله شوې ده. د غزني د ترافيكو مدير محمد الله احمدي وايي دا ټكر د ۳۰۳ بس او يوه ټيلر د ټكر له امله شوې ده. هغه د پيښې لامل د موټر چلوونكي بې احتياطي ګڼي او وايي د دواړو موټرو چلوونكي نيول شوي او په اړه يې څيړنې روانې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.