ترافيكي پيښه كې څلورتنه مړه شول

ترافيکي پېښهپه كندهار كې په يوه ترافيكي پيښه كې څلور تنو ژوند له لاسه وركړى. دا پيښه د كندهار _ هرات په لاره د كندهار په ميوند ولسوالې كې شوې ده.

د كندهار د والي وياند صميم خپلواك وايي  نن غرمه يو ۳۰۳ بس او ټونس موټر د تورې پوستې په سيمه كې ټكر كړى چې له امله يې درې ښځې او يو نارينه مړه شوي او دوه نوركسان ټپيان دي. دا لاره د هيواد په كچه ترټولو ډيرې ترافيكي پيښې لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.