ترافيكي پيښې دوه تنه مړه كړل

سالنګپه سالنګ كې ترافيكي پيښې دوه تنه مړه او نولس نور ټپيان كړل. دا پيښه نن سهار د سالنګ په (پل خاكي) سيمه كې شوې ده.

د سالنګ د ساتنې او څارنې مسول جنرال رجب وايي چې د سخت طوفان له امله يوه ۳۰۴ بس له سړك څخه لويدلى دي.

هغه وايي په پيښه كې دوو تنو ژوند له لاسه وركړى چې يوه يې يوه زړه ښځه ده او ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.