تركيه كې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د تركيې بريدپه تركيه كې يوې چاودنې لږ ترلږه څلور تنه وژلي او شل نور ټپيان دي. د روسيې سپوتنيك آژانس وايي دا چاودنه نن د استانبول د (تكسيم) ميدان ته څيرمه شوې ده. د تركيې د (دوغان) خبري آژانس د مالوماتو له مخې دا ځانمرګى بريد دى، د استانبول والي وايي په دې بريد كې څلور تنه وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

ويل كيږي چاودنه  په يوولسو بجو د سيلانيانو په يوه ډكه سيمه كې شوې ده. رپوټونه وايي په دې سيمه كې د يو شمير بهرنيو هيوادونو دپلوماتيك دفترونه هم شته. تلويزيونه ښيي چې چاودنه د يوه ماركيټ مخې ته شوې ده، تراوسه د دغه بريد مسوليت چاپرغاړه نه دى اخيستى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.