ترکيې د اېس ۴۰۰ ډوله دفاعي سیستم لومړۍ برخه تر لاسه کړه

ترکيې د اېس ۴۰۰ ډوله دفاعي سیستم لومړۍ برخه تر لاسه کړه

ترکیې د امریکا له مخالفت سره سره له روسیې نه د اېس – ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي سیسټم لومړنۍ برخه تر لاسه کړې ده.

 

د ترکیې دفاع وزیر په وینا ددغه سېسټم لومړنۍ برخه تېره ورځ انقره کې یوې هوايي اډې ته رسېدلې ده. ترکیه له امریکا سره په ناټو ټولنه کې ملګری هېواد دی، خو له روسیې سره یې هم نږدې اړیکي رامنځته کړي دي.

 

دغه راز ترکیې د ۱۰۰ ایف – ۳۵ جنګي الوتکو پېرلو له هوکړې سره سره په اېف – ۳۵ پروګرام کې درنه پانګونه کړې او ترک شرکتونه د دغې الوتکې ۹۳۷ پرزې تولیدوي.

 

ترک حکومت له روسیې نه د دوه نیمو بلیونو ډالرو په لګښت اېس – ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي سېسټم اخلي او د خپل پوځ یو شمېر غړي یې روسیې ته د روزنې لپاره استولي دي.

 

د امریکا دفاعي چارواکي وايي، اېس – ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي سیسټم د سیمې له پراخ (ناټو هوايي سیسټم سره)متضاد دی. امریکا له دې مخکې ترکيې ته خبرداری ورکړی و که د اېس – ۴۰۰ پروګرام مخکې ځي، دوی به ترکیه له اېف – ۳۵ پروګرام بهر کړي او اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي

Leave a Reply

Your email address will not be published.