ترکیه، سعودي او قطر د تروریزم سرچینې دي

مارین لوبانپه سختو نیوکو سره په اروپايي ټولنه کې د فرانسې استازي له دغه جوړښت غوښتي چې د ترهګرۍ پرضد د مبارې په برخه کې په خپلو متحدینو غور وکړي او جدي تغیرات راولي. مارین لوبان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د ترهګرۍ رېښې په عربستان، ترکیه او قطر کې وپلټئ.

لوبان چې د اروپايي اتحادیې په پارلمان کې یې څو پرلپسې ویناوې وکړې په جدي ډول یې له لودیځو متحدینو وغوښتل چې د ترهګرۍ په رېښو پسې متوجه شئ، هغه وچې کړی نو هله به د فرانسې د پاریس په شان بریدونو کې لسګونه کسان نه وژل کېږي.

مارین لوبان په دې هکله وویل: قدرمنو دوستانو! فرانسه د نوامبر په ۱۳ له یوې خطرناکې فاجعې سره مخ شوه خو قربانیانو ته به یې زموږ احترام په دې ډول ادا شي چې تشخیص کړو چا هغوی په قتل ورسول؟

ده زیاته کړه: تراوسه نه فرانسې او نورو اروپايي متحدینو هیڅ یوه په دې هکله خبره نده کړې او نه ورباندې غور کوي. له هیڅ یوه مې وانه ورېدل چې د ترهګرو د مربیانو او تمویلوونکو په اړه اصلي خبره وکړي.
لوبان زیاته کړه: د جنایت عاملان او قاتلان ترهګر ندي، بلکې دوی د اصلي قاتلانو وسله په لاس الې دي. 

(( قاتل یا قاتلان ایدیولوژي ده چې په نوم یې ترهګر د وژنو لپاره په عمل لاس پورې کوي او دلته اسلامي بنسټ پالنه منظور ده او باید داموضوع په څرګنده بیان کړئ ځان مه تیروی. په دې خبره اعتراف نه کول ددې مانا لري، چې ددښمن د پيژندلو توان نلری او د دښمن نه پیژندل په دې مانا دي چې ورسره د مبارزې توان نلرئ.
د فرانسې استازي د اروپا پالمان ته وویل: ښايي ددښمن نوم اخستل ستاسو ځینو ته په زړه پورې نه وي ځکه داکار به تاسو په نړیوالو معادلاتو او اړیکو کې بیا کتنې ته اړ کړي، هغه څه ته چې تاسو یې نه غواړی په غور ورته وګوری)).

لویان وویل: دلته له همدې خپل لوري پوښتنه لرم ایا کولای شو له عربستان او قطر غوندې هېوادونو سره د خپلو متحدینو په توګه اړیکو ته ادامه ورکړو؟ د همدې سوال په تعقیب له بنسټ پالنې څخه د ترکیې د ملاتړ انګیزه هم مطرح کېږي. 

د فرانسې استازي ټینګار وکړ: موږ مجبوره یو په خپلو دریځونو او لیدلورو غور وکړو چې زموږ متحدینو د نړیوالو همکاریو او قراردادونو په بدل کې موږ  د ترهګرۍ او اسلامي بنسټ پالنې د حامیانو په توګه په لومړي کتار کې درولي یو. په همدې اساس زه وړاندیز کوم چې په ایتلاف بیا کتنه وکړو او پرځای یې له هغو هیوادونو سره پرته له نورو تمایلاتو لاره یوه کړو چې ترهګري او اسلامي بنسټ پالنه یې لومړنۍ دښمنه ده.

لویان زیاته کړه: ددې هېوادونو په منځ کې مسلمان هېوادونه هم شته چې د اسلامي بنسټ پالنې پرضد په واقعي مبارزه کولو باور لري لکه مصر، امارات، لکه ایران او بلې خواته لکه روسیه چې د اسلامي بنسټپالنې او ترهګرۍ پرضد په عملي مبارزه کې ترموږ وړاندې او قاطع دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.