ترکیه به له ناټو وشړل شي؟

ناټود ترکیې د سیاستونو په تړاو د ناټو غړو هېوادونو وروستي جدي دریځونه په ډاګه کوي، چې ددې سازمان یو شمیر غړي به د ترکیې له پلوی لاس واخلي. همدې مسلې د اردوغان ادعا چې د ناټو غوڅ ملاتړ یې غوښتی و، له خطر سره مخ کړې ده.

سره له دې چې د ناټو عمومي منشي، ینس استولتنبرګ او بارک اوباما د ناتو د اساسنامې مطابق له ترکیې څخه پرخپل ملاتړ ټینګار کوي، خو د انقرې د وروستۍ ربړې او د روسي الوتکې راغورځولو د قضیې په تړاو د ناټو غړي په شا کړي، حتی داسې هم ونشول چې د پوتین او اردوغان د لفظي شخړې په برخه کې د ترکیي مشر پلوي وشي.

د ناټو په وروستۍ غونډه کې چې د ترکيي په لاس روسۍ جنګي الوتکې راغورځولو په هکله جوړه شوې وه فرانسوي چارواکو په زغرده اعتراض وکړ چې ترکیې غلط کار کړی او دا د ناټو لپاره بې ځایه قیمتونه دي چې باید پرې یې نکړي. په دې سربیره یونان هم د ترکیې په سیاستونو نیوکه کړې او وايي ترکیې هروخت د یونان فضايي حریم باندې تیری کړی، خو نن روسیه په دې ګناه نیسي چې د ترکیې په حریم تیری وشو.

دا اعتراضونه په داسې حال کې زور اخلي‌چې په وروستیو کې د المان د صدارت مرستیال زیګمار ګابریل هم د روسي الوتکې نسکورول یو ناسم کار بللی و او د ترکیې چلند یې دناټو لپاره تهدید ګڼلی و. د یونان، فرانسې او المان له دریځونو ښکاري، چې ناټو نه غواړي د ترکییې د کړنو لپاره ستراتیژیکه بیه پرېکړې او داسې اراده هم نه ښکاري چې د ناټو د یو سکه غړي په توګه دې د ترکیې ملاتړ وشي.

په لودیځ کې نظامي کارپوهان وايي، د هغه انتخاب وخت رارسېدلی چې ترکیه له ناټو تړون څخه وایستل شي. په وروستیو کې یو امریکايي پوځي کارپوه او متقاعد جنرال پل والیلي راشاتوډې ته ویلي‌و؛ په سیمه کې د ترکیې سیاستونه د ناټو له تګلارو سره سرنه خوري او په دې شرايطو کې بهترين کار دادی چې له ناټو څخه د ترکیې په ایستلو غور وشي.

ترکیه له ۱۹۵۲ کال راهیسې له ناټو سره یوځای شوې. د ترکي الوتکو په وسیله د روسي جنګي الوتکې نسکورولو دا هېواد له یو جدي ګواښ سره مخ کړ، خو وروستي راپورنه دادي، چې اردغان له روسي مشر پوتین بښنه غوښتې او هغه ته یې ویلي‌چې دا پېښه به تکرار ونلري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.