ترکیه د مهمو پارلماني ټاکنو په کشمکش کې

ترکیه کې به ډېر ژر پارلماني ټاکنې وشي. د کوردانو له جنګیالۍ ډلې (پې‌کاکا) سره د پوځ جګړه لا هم دوام لري او په لویو ښارونو کې هم امنیت تر ګواښ لاندې دی. په داسې حساسو شېبو کې به د کوم ګوند د ګټلو چانس زیات وي؟

ترکیه د مهمو پارلماني ټاکنو په کشمکش کېد یکشنبې په ورځ به ترکیه کې د دوهم ځل لپاره پارلماني‌ ټاکنې ترسره شي. دا ځلې هم په دغو ټاکنو کې د ترکیې ۴ لوی حربونه برخه اخلي. د جنوري په اووم باندې تېرو ټاکنو کې د اردوغان د عدالت او توسعې ګوند (۴۱) سلنه، د خلق جمهوري ګوند ۲۵سلنه، د ملي حرکت حزب ۱۶سلنه، او د خلق دموکراتیک ګوند چې د کوردانو د ګوند په نوم شهرت لري ۱۳سلنه رایې ترلاسه کړې وې.

په دې ټاکنو کې هغو تورکانو هم د رایې ورکونې حق درلود چې په نورو هېوادونو کې مېشت دي. دوی باید د اکتوبر تر ۲۸مې پورې خپلې رایې ورکړې وای. احصائیې ته په کتو سره د ترکیې دولت چارواکي وايي چې د تېر ځل په پرتله دا ځل خارج‌مېشتو ترکانو زیاته رایه کارولې او د ګډون سلنه یې له ۳۶ څخه ۴۳سلنو ته رسېدلې. یوازې په آلمان کې د رایې ورکوونکو شمېر تر ۱۰۰زرو کسانو پورې رسېږي چې د ۱۹سلنه زیاتوالی ښيي. په هالنډ، فرانسه، بلژیک او انګلستان کې هم د رایو زیاتوالی څرګند دی.

تر ټاکنو مخکې په ترکیې حاکمه فضا

د ترکیې راروانې پارلماني ټاکنې د کوردانو د مسلې د حل لپاره، اروپايي اتحادیې ته د تورکیې ننوتلو، د مهاجرو د چارو سمبالولو او د مهاجرو مخه نیولو لپآره چې اروپا ته قاچاقي لاړ نشی ډېرې مهمې او ارزښتمنې دي. مخې ته پرته تر دې ټولو بله مهمه مسله د رییس جمهور د واک د زیاتولو او د پارلماني سیستم په جمهوري باندې د بدلولو ده. رجب طیب اردوغان دا هوډ لري چې د اکثریتو رایو په ګټلو سره په یو پیاوړي جمهور رییس بدل شي. دا کار یوازې هله امکان لري چې د اردوغان حاکم ګوند اکثریتې رایې تر لاسه کړي.

په لومړیو ټاکنو کې د اردوغان ګوند اکثریت تر لاسه نکړ او د ترکیې ګوندونو بیاځلي ټاکنو ته غاړه سره کېښوده. اوس پوښتنه دا ده چې آیا دا ځلې به د اردوغان ګوند وتوانېږي چې اکثریتې رایې ترلاسه کړي؟ د انقرې په حاجت تپې پوهنتون کې حسین زمانلو د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې احصاييو او حالاتو ته په کتو سره حاکم حزب به دا ځلې ۱۳سلنه د ښځو هغه رایې چې تېر ځل یې لرلې له لاسه ورکړي. په کوردانو کې هم د دې حزب رایې کمې شوې دي.

د دې کارپوه له نظره د ترکیې اقتصادي حالت هم اوس نظر د حاکم ګوند لومړۍ لسیزې حاکمیت ته ښه نه دی. د ده له نظره حاکم ګوند کوښښ کوي چې د ترکیې په فضا پوځ لا حاکم کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.