اردوغان: سوریه کې داعش ډله ځپو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، سوریه کې به کرد اورپکي وسله وال او داعش ډله وځپي

اردوغان ټینګار کړی چې سوریه کې مېشت د داعش او کرد وسله وال د ترکیې امنیت ته لوی ګواښ دی او دوی به یې پر وړاندې چپ پاتې نه شي.

اردوغان پر داسې مهال سوریه کې د داعش ضد عملیاتو د پیل خبر ورکوي، چې امریکا تازه ویلي له سوریې خپل سرتېري باسي

امریکا ویلي داعش ډله یې سوریه کې له ماتې سره مخ کړي؛ خو ددې ډلې پر ضد به خپل عملیات ونه دروي

Leave a Reply

Your email address will not be published.