تر نسبي ځنډ وروسته د ” پي ټي ام ” بېساري لاریونونه بیا پيل شول

تر نسبي ځنډ وروسته د ” پي ټي ام ” بېساري لاریونونه بیا پيل شول

محور؛ جمعه، د زمري میاشتې یوولسمه: د شمالي وزیرستان په میرانشاه، میر علي او یو شمېر نورو سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو لاریونونه بیا پيل شوي دي.

د غورځنګ غړي وايي، دا لاریونونه یې د محسن داوړ او علي وزیر د خوشې کېدو په هدف پیل کړي دي.

د هغوی په خبره، تر هغه چې د پي ټي ام دوه فعال غړي داوړ او وزیر د پاکستان له زندان نه وي خوشې کړای شوي، دوی به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو لخوا د حق غوښتنې لاریونونه هغه مهال ودرېدل چې پاکستاني پوځ خړ کمر کې د یاد غوځنګ پر کتار برید وکړ چې له امله یې ۱۲ تنه شهیدان او له دېرشو زیات ټپيان شوي وو.

اوس تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ سر لاري منظور پښتون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستانیو ځواکونو یو ځل بیا د احتجاج پر مهال د دوی ۴۰ ملګري نیولي دي.

د پاکستان حکومت د پي ټي ام دوه فعال غړي محسن داوړ او علي وزیر میاشتې کېږي چې نیولي او زندان کې يې غورځولي دي، خو محکمې ته یې نه وړاندې کوي.

د پاکستان حکومت دغه اقدام په پراخه کچه غندل شوی او خلکو غوښتنه کړې چې دغه دوه مخکښې څېرې باید خوشې شي.

تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ دو نور غړي خوشې کړل، خو د داوړ او علي وزیر د خوشې کېدو برخه لیک لا نه دی مالوم.

تر دې وړاندې منظور پښتون هم خبرداری ورکړی و چې د پاکستان حکومت دې لاریونونه ته تیار و اوسي، ځکه په دې اړه مونږ پر نوې تګلارې غور کوو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.