تورخم د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانېستل شو

تورخم د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانېستل شو

محور؛ سه شنبه، د وږی میاشتې ۵ مه:

پاکستانیو چارواکو ویلي: د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د چارو چټکوالي لپاره یې تورخم د ۲۴ ساعتونو لپاره د مسافرو او سوداګرو پر مخ پرانېسته.

د خیبر پښتونخوا  اعلی وزیر محمود خان ټینګار کړی دی چې له دغه کار يې هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړوالی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت بیا ویلي، له تېرو درېیو کلونو راهېسې يې پر پاکستان تکیه کمه کړې ده او خپل توکي له نورو لارو واردوي او صادروي.

پاکستانیو چارواکو دغه هېواد ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په لړ کې ژمنه کړې وه چې تورخم لاره به ۲۴ ساعته خلاصوي.

درې ورځې وړاندې غلام خان بندر هم د سوداګرو پرمخ بېرته پرانېستل شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.