په هرات کې یوه ښځه له شپږو میاشتو وروسته موندل شوې ده. د هرات پولیس وایي دا ښځه شپږ میاشتې وړاندې د هرات ښار له فیروز آباد سیمې غوریان ولسوالۍ ته د وسله والو له خوا تښتول شوې وه.
د هرات د پولیسو چارواکي وایی دغه ښځه د خپل پخواني میړه له خوا چې طلاق یې هم ترې اخیستی و تښتول شوې وه.
پولیس وایي پخواني میړه یې پرې ډېر ځله جنسي تیری هم کړی دی، ویل کیږي په دغه پیښه کې د تړاو په تور د ښځې پخوانی میړه هم نیول شوی دی.
Leave a Reply