تکراري پوښتنې او تکراري ژمنې

ولسي جرګېد افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایی ترهګرې ډلې هځه کوي چې په افغانستان کې هډه ومومي. د کورنیو چارو وزیر چې د دفاع وزارت له سرپرست سره یوځای ولسي جرګې عمومي غونډې ته وربلل شوی و د ولسي جرګې د غړو له تندو نیوکو سره مخ شو.

دولسي جرګې یو شمیرغړیو په هیواد کې د طالب ،داعش او نور ډلو فعالیتونه او ګواښونه د اندیښنې وړ وبلل او ټینګار یې وکړ چې  دولت باید په دې موخه اغیزناکه کړنلاره جوړه کړي.

ولسي جرګې په داسې حال کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د پوښتنو په موخه ورغوښتی و چې دغه جرګې د سرپرستانو هغه فرمان هم رد کړ چې له مخې یې ولسمشر له څو میاشتو را په دیخوا معصوم ستانکزی د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه ګومارلی دی.

د ولسي  جرګې یو شمېر غړي په اوسني حکومت له دې امله نیوکه کوي چې په هغو سیمو کې هم وسله وال فعال شوي چې مخکې پکی هیڅ نه و. د بدخشان استازې فوزیه کوفي وویل:

“موږ باید چې یو ه تګلاره ولروهغه سیمی چې دجګړي جغرافیه نه وه اوس نا امنې شوي تیره ورځ پاکستانیان هم بدخشان ته راغلی  ټول ځایونه نا امن دي  او په ډیر ولسواليو  کې طالبان حاکم دي.”

بلخوا په سویل او سویل ختیځ کې هم ‌طالبانو او داعشیانو خپل زور اچولی چې سیمې ونیسي. د ولسی جرګې غړی عبدالحی اخندزاده وایی: «سنکین د طالب په لاس کې دی مارجه خانشین ټول بد حالت سره مخا مخ دي  تاسو دری کیلو متر هم پرمختګ نه دی کړی. »

امنیتي مسولین بیا په دې برخه کې د خپل چمتووالي خبره کوي او وایی چې د امنیتي ځواکونو د سمبالتیا په موخه کار شوی او لاهم دوام لري هغه څه چې ولسي جرګه یې د قناعت وړ نه ګڼی.

معصوم ستانکزی

معصوم ستانکزی وویل امنیت شورا امنیتي تګلاره جوړه کړې هوایي ځواک د سمبالتیا په حال کې دی. «د هوايي ځواک په برخه کې موږ پانګونی ته اړتیا لرویوازي په دوو کلونو کې ۲ اعشاریه ۵ میلیارد ډالره پانګونه کوو ژمني هم نهایی شوي دي.»

له بلې خوا  کورنیو چارو وزیر د افغانستان اوسنې ناکراري سیمه ییزه ستونزه ګڼی او وایی سیمه ییز ترهګر غواړي په هیواد کې ځای ومومي: «د سیمی هیوادنو ټول ترهګرې ډلې د پانګوني په هڅه کې دي تر څو دلته ځان ته هډه  جوړه  کړي  د هیواد په سویل او شمال کې  د دوی دا هڅې روانې دي.»

خو د امنیتي مسولینو څرګندونو د ولسي جرګې قناعت خپل نه شو کړای. د ولسي جرګې رییس وویل چې امنیتي ارګانونه باید امنیتی تګلاره جوړه او د ولسي جرګې کورني او دفاعي کمیسیون ته یې وړاندې کړي.

داڅووم ځل دی چې امنیتي مسولین ولسي جرګه د پوښتنو په موخه ورغواړي، خو نه یې پریکړو کوم عملي پایله ورکړې او نه هم د هیواد په امنیتي حالت کې ښه والی راغلی دی. ولیدل شي چې ولسي جرګه په دې برخه کې کوم عملي کار کولای شي، هغه څه چې تراوسه یې نه دی کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.