کابل کې د امریکا سفیر جان باس د افغان حکومت هغه ګام ستایلی چې یو شمېر طالب بندیان یې خوشې کړې دي.
نوموړي ویلي زه د افغان حکومت له هغو هلو ځلو هر کلی کوم چې د سیاسي مصالحې د فضا د ښه کولو په منظور يې ځيني طالب بندیان د اختر په مناسبت آزاد کړل.
جان بس په طالبانو نیوکه کړې چې د افغان حکومت بندیان یې نه دي خوشي کړي، خو کوم بندیان چې خوشې شوي دي، هغه د افغان ځواکونو د بریالي عملیاتو په پایله کې خوشې کېږي چې زه د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه مېړانه ستایم.
Leave a Reply