جان کري د اجرایی ریاست موده وغځوله

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک د پنځو کلونو له پاره دی او دا حکومت کولای شي پنځه کاله دوام وکړي. جان کري چې د آسیا هیوادونو ته د سفر په لړ کې نن  افغانستان ته راغی له ولسمشر محمداشرف غنی، اجرایی رییس عبدالله عبدالله سره وکتل او له ولسمشر سره یې په یوه ګډ کنفرانس کې خبرې وکړې. هغه یوځل بیا له افغانستان سره د خپل هیواد په ملاتړ ټینګار وکړ. جان کري وویل د اداري فساد او نورو چارو کې د ولسمشر له پروګرامونو ملاتړ کوي او د ترهګرې پروړاندې مبارزه کې امریکا د افغانستان د خلکو سرښندنې ستایي.

که څه هم افغانستان ته د جان کري د سفر موخه افغان او امریکایي چارواکو د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیزیک تړون د پلې کیدو د ارزونې په غونډه کې ګډون ښودلی چې نن په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني له خوا پرانیستل شوه ، خو ویل کیږي اصلي موخه یې د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو حل و، ویل کیږي په دې وروستیو کې د چارواکو د ګومارنې ، سولې بهیر او ټاکنیزو اصلاحاتو پر سره د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافات ډیر شوي دي.

جان کري په دې اړه مستقیم څه ونه ویل خو څرګنده یې کړه چې د ملي یووالي حکومت د ټاکنیزو اصلاحاتو راوستو ته ژمن دی او امریکا د ولسمشر محمد اشرف غني د اصلاحاتو د پروسې ملاتړ کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم له دې پرته چې د دغه اختلافاتو په اړه څه ووايی په یووالي ټینګار وکړ. جان کري نن له غرمې مخکې د کابل ـ واشنګتن دوه اړخیز کمیسیون غونډې ته په خبرو کې وویل ټاکنیز اصلاحات، له فساد سره مبارزه او د دموکراسي پیاوړتیا هغه اصلونه دي چې افغانستان ثبات ته رسولی شي.

نوموړي زیاته کړه داعش یو بل ګواښ دی چې امریکا او افغانستان به یې په ګډه مقابله وکړي. نوموړی داعش افغانستان، سیمې او نړۍ ته یو ګواښ بولي او وایي په وړاندې یې باید ټول مقابله وکړي.

په همدې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې نړیواله ټولنه باید د سیمې هېوادونه تشویق کړي څو طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.

هغه په روان کال کې د وارسا او بروکسل غونډې د افغانستان له پاره په امنیتي او پرمختیایي برخو کې مهمې وبللې چې په وینا یې نړیوال به بیا په دې برخو کې له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړي. د کابل – واشنګټن دوه اړخیز کمیسیون ته خبرو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې نړیواله ټولنه باید د سیمې هېوادونه تشویق کړي څو طالبان له کابل سره مخامخ خبرو ته کېنوي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.