جان کري کابل ته راځي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري به د شنبه په ورځ کابل ته راشي. جان کري د افغانستان د اوسني حکومت ( ملی یووالی حکومت) په جوړولو کې ټاکونکی رول درلود. که څه هم د دغه سفرډیر جزیات نه دي خپاره شوي، خو د ولسمشر م‌طبوعاتي دفتر وایی راتلونکي اونې کې به په کابل کې د افغانستان او امريکا تر منځ د  لاسليک شوي ستراتيژيک تړون د ارزونې غونډه جوړه شي.

دا سرچینه وایي افغان او امریکایی پلاوی به د ستراتیژیک تړون په موادو کار وکړي. که څه هم د امریکا سفارت وایی چې تراوسه د دغه پلاوي له پاره د امریکا چارواکي نه دي غوره شوي خو داسې رپوټونه خپاره شوي چې  د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري به ددغه پلاوي مشري کوي.

بلخوا ویل کیږي چې جان کري به د افغانستان د سولې پروسې او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه له افغان چارواکو سره  خبرې وکړي او هغه ستونزې به حل کړي چې د ولسشمر او اجرایی رییس ترمنځ د ټاکنو ، سولې پروسې او جنګسالارانو د ګوښه کولو په برخه کې رامنځ ته شوي دي. تردې وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د یوه ودیو کنفرانس له لارې هم اجرایی رییس عبدالله عبدالله ته ویلي و چې د سولې په پروسه کې بې مورده لاسوهنه بنده کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.