جاپان افغانستان ته ۲۵۰ تحصيلي بورسونه وركوي

جاپان - افغانستاند هغه هوكړه ليك له مخې چې د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت د مرستيال او د جاپان سفارت ترمنځ لاسليك شو، جاپان به افغان محصلينو ته په راتلونكو پنځو كلونو كې ۲۵۰ نوي تحصلي بورسونه وركوي.

د هوكړې له مخې دا محصلين به د ليسانس او ماسترۍ په كچه په بيلابيلو برخو كې زده كړې كوي.

جاپان تر دې وړاندې هم افغانستان ته ۵۰۰ تحصليي بورسونه وركړي و او تراوسه ۱۰۷ افغان محصلين په جاپان كې له زده كړو وروسته هيواد ته راستانه شوي دي.

په پام كې ده چې ۶۴ محصلين په نيژدې ورځو كې د زده كړو په موخه جاپان ته وليږل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.