جاپان د خیبر پښتونخوا په بیارغونه کې مرسته کوي

جنیامتسوراجاپان وایي د پاکستان د قبایلی سیمو د بیارغونې په موخه د یو میلیارد او اوه سوه  میلیون ډالرو مرسته کوي. په پاکستان کې د جاپان سفارت وایي د دې مرستو لګښت چارې به د ملګرو متلونو له خوا وڅارل شي، ترڅو پرځای ولګول شي.

دا به د ملګرو ملتونو په اډانه کې د زده کړې او نورو هنرونو په پراختیا ولګول شي. په اسلام آباد کې د جاپان په سفارت کې د دغه هیواد د پراختیایي مرستو مسول  «جنیامتسورا» پاکستاني رسنیو ته ویلي جاپان غواړي په پاکستان کې د محرومو سیمو په بیارغونه کې ونډه واخلي چې قبایلي سیمې (خیبرپښتونخوا) په کې لومړیتوب لری.

هغه وایي چې دا یو ملیارد او ۷۰۰ میلیون ډالره مرسته به د قبایلي سیمو په بیارغونه ولګول شي او په څو پړاوونو  کې به ورکړل شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.