جرمني او ایټالیا هم په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت تمدیدوي

جرمني او ایټالیا هم په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت تمدیدويد امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د دیموکرات ګوند مخکښه کاندیده هېلري کلنټن وايي، د ولسمشر اوباما د هغې پرېکړې ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو ماموریت یې تمدید کړ.

هېلري کلنټن وویل: ((‌ موږ نه پوهېږو چې د ۲۰۱۷ ترجنوري په څه پېښ شي‌او حالات به څه ډول وي، خو سملاسي د ۵۵۰۰ امریکايي عسکرو ترپاتې کېدو موږ د طالبانو او داعش پرضد چې خونړۍ جګړه کوي بل بدیل نشو لرلی))

د امریکا ولسمشر پرېکړه کړې وه، چې د ۲۰۱۶ کال له پای سره به په افغانستان کې ډېر محدود شمېر سرتیري په افغانستان کې پرېږدي خو وړمه ورځ یې اعلان وکړ، چې ددغو عسکرو شمېر په ۵۵۰۰ وي او دا ځواک یوازینۍ لاره ده چې په څلورو بېسونو کې په استوګنې سره په افغانستان کې دامریکا ۱۴ کلنې لاسته راوړنې حفظ کړي.

د اوباما په اعلان پسې اوس جرمني او ایټالیا هم اعلان کړی چې په افغانستان کې به خپل سرتیري حداقل د ۲۰۱۶ کال ترپایه وساتي.

د ایټالیا لومړی وزیر وايي؛ موږ په افغانستان کې له امریکا او ناټو سره په ګډه اوږدمهاله خواري‌ ګاللې او اوس مو د امریکا د ولسمشر په ملاتړ نوی پلان دادی چې خپل سرتیري په افغانستان کې پرېږدو. اوس په افغانستان کې د ایټالیا ۷۵۰ سرتیري د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې په هرات او کابل کې دېره دي.

په عین وخت کې چین ويلي، امریکا باید د عسکرو د زیاتون په داډول خپل سرو پریکړو د افغانستان خپلواکي او دولتي استقلال ونه ننګوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.