جرمني به افغان کډوالو ته په افغانستان کې دننه امن کمپ جوړ کړي

ولسمشر غنيافغان ولسمشر غني د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره جرمني ته د افغان کډوالو په وضعیت خبرې کړې دي. ولسمشر غني ويلي، په افغانستان کې له ثبات سره مرسته چې وکولای شي جرمني ته د افغان کډوالو بهیر کنټرول کړي، د جرمني په شمول د نړۍ د مقتدرو هېوادونو لازمي دنده ده.

جرمن صدراعظمې هم ویلي، چې هېواد یې نشي کولای له افغانستان څخه ورغلي ټول کډوال خوندي کړي. مېرکل وايي: هغه کډوال چې سرونه یې په خطر کې دي له اقتصادي کډوالو لومړیتوب لري او دې برخه کې به جرمني جدي اقدامات وکړي.

تر ۱۴۰ زرو زیات افغان کډوالو د ناامنیو او اقتصادي ستونزو په سبب افغانستان پرېښودی چې زیاتره یې جرمني ته رسېدلي دي او په یاد هېواد کې یې پنا غوښتې ده.

ولسمشر غني او مېرکل هوکړه کړې، چې د افغانستان پرمختګ او د کاري زمینو برابرول یوازینۍ لارې دي، چې پرجرمني د کډوالو هجوم کموي او دواړه هېوادونه به په یادو برخو کې کار کوي. مېرکل په همدې تړاو ویلي، چې په افغانستان کې د ننه به د کډوالو لپاره یوه امن سیمه جوړوي چې د کډوالو په کورني خوندي ځای بدله شي.

دواړو مشرانو پرېکړه وکړه، چې افغان پولیسو ته به روزنه ورکوي، چې د انساني قاچاق او جعلي اسنادو د جوړولو مخه ونیولای شي. المان صدراعظمې همداراز ویلي، چې سرتیري به یې له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. د کندوز د ښار له سقوط وروسته المان په افغانستان کې د خپل نظامي حضور د پراختیا پلان وړاندې کړ او ۹۸۰ نور عسکر یې افغانستان ته راولیږل.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.