جرمني کې ميشت افغان کډوال د ناخوالو ګرداب کې نښتي دي

جرمني کې ميشت افغان کډوال د ناخوالو ګرداب کې نښتي ديجرمني دولت له خوا افغان مهاجرين بيرته وطن ته ستنولو په اړه روانو خبرو اترو د جرمني هیواد په بیلابیلو برخو کې ميشت کډوال د سخت تشويش او اندیښنو سره مخ کړي دي، د جرمني د کورنيو چارو وزير توس دي ميزري تيره ورځ د جرمني په برلين ښار کې خبريالانو ته وویل چې په زرګونو افغان مهاجرين به بيرته خپل وطن ته ستانه کړي هغه زیاته کړه دا د منلو وړ نده چې د مهاجرينو په لسټ کې افغان دويم ځای ولري. ده نوموړي په وينا دغه مهاجرين دې د خپل هيواد په جوړولو کې دې برخه واخلي.

د دغو مهاجرينو اسناد به د دسمبر تر 25 کرسمس پورې و ارزول شي او هغه چې مستحق نه دي بيرته به ستانه کړل شي. دا خبره ښاغلي ميزرئ په داسې مهال کړې چې د انګيلا ميرکل د حکومت ګراف د مهاجرينو اړوند د سياست له کبله ډېر راغورځېدلی دی. جرمني د کورنيو چارو وزير له بيان روسته په جرمني کې ميشت افغان مهاجرين د سخت تشويش سره مخ شوي دي او د خپل راتلونکي ژوند په اړه هېڅ روښانه لاره نه ويني.

ددغو کډوالو عمرونه د اتلسو نه تر ديرش کالونو پورې دي. دوي اوس دا فکر کوي چې دوه درې کاله يې دلته د اسنادو په تمه تير کړل او که اوس د جرمني هيواد د دې فيصلې له ډاره پرېږدي نو هم يې دوه درې کاله ضايع کيږي او که نه يې پريږدي نو د بيرته ليږلو د خطر سره مخ کيږي نو دغه رقم اوس افغان مهاجرين د يوې ختمي نتېجې په تمه دي او تر ډېر حده يې دلته خپلې بوختیاوې ځنډولې دي. جرمني کې د مهاجرينو په لسټ کې د افغان مهاجرینو ګراف هغه مهال لوړ شو، چې ايرانیانو په جرمني کې ځانونه افغانان کړل او اکثرو یې ځانونه په هرات ولایت پورې متعلق ګڼلي دي. مګر ايران خپله يو پر امن ملک دی نو ځکه یې وګړي دلته په جرمني کې د ايران په نوم د قبليدو څه امکان نه ويني.

يو شل کلن افغان چې په جرمني کې مهاجر دی وايي که وطن ته واستول شي نو ژوند به یې تباه شي, وطن کې مو جنګ دې, روزګار نشته, ډګري اخيستو روسته د ښونکي وظيفه نه ترلاسه کيږي, که د افغانستان دولت رښتیا هم په خارج کې ميشت مهاجر خپل وطن ابادولو ته راغواړي نو لومړی په هيواد کې ميشته ځوانان څنګه وظيفې نلري, دې وايي جرمني هيواد بايد د سوريې د وګړو په شان د مخکې په شان اوس هم د افغان مهاجرينو برخلیک او ستونزو ته پام وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.