د سترې محكمې د رييس پلار په جلال آباد كېتښتول شوى

سيديوسف حليمد ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د سترې محکمې د رييس پلار د جلال اباد په ښار کې تښتول شوی دی. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي  وايي د سترې محکمې د رييس قانونپوه سيديوسف حليم ۹۰ کلن پلار سيد حسن تېره اوونۍ تښتول شوی دی. هغه وايي سيد حسن  جومات ته روان و چې د نامالومو كسانو له خوا وتښتول شو.

خوږياڼی وايي  ولايتي ادارې په دې تړاو څېړنې پيل کړي؛ ترڅو تښتول شوی کس د تښتوونکو له منګلو را خوشې کړي. د سترې محکمې رييس د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس تر کابل وروسته د جلال اباد ښار د ميوې منډوي په سيمه کې هم کور لري.

ويل كيږي چې  تښتول شوی کس د سهار له لمانځه وروسته له جوماته کور ته روان و ، چې کور  ته د ننوتو پر مهال د ناپېژانده سړي تښتوونکو  له لوري وتښتول شو. د سترې محکمې رييس، د کورنۍ غړو او همدا شان د  ننګرهار امنيه قوماندانۍ تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي. تراوسه د دغه تښتونې مسوليت كومې ډلې پرغاړه نه دى اخيستى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.