جمعه خان همدرد له بلخیانو غوښتي چې د حکومت ټینګ ملاتړ وکړي

جمعه خان همدرد له بلخیانو غوښتي چې د حکومت ټینګ ملاتړ وکړي

پخواني جهادي قوماندان او د حزب اسلامي مخکښ غړي جمعه خان همدرد د بلخ له اوسېدونکو غوښتي چې د بلخ په دولتي ادارو کې د بدلونونو له امله د حکومت له اقداماتو ملاتړ وکړي او د زوراکو پر ضد واټونو ته راووځي.

 

همدرد چې بلخ کې يې یوې ولسي غونډې ته وینا کوله وویل، له ګواښونو سره ـ د ولسمشرۍ ټاکنو ته راوتلي وو، اوس هم چمتو یو چې له حکومت دفاع وکړو.

 

هغه غوښتنه کړې چې بلخ کې دې پر دولتي ادارو واکمن ۱۸ کلن چارواکي ګوښه شي او پر ځای دې وړ او په کار پوه کسان پر دندو وګومارل شي.

 

نوموړي ویلي چې د ولسي جرګې ټاکنو کې یو شمېر کړیو د طالب تر نوم لاندې په لوی لاس ځینې سیمې ناامنه کړي چې خلک رایه ورنه کړي.

 

هغه بلخ کې یو شمېر پخواني چارواکي تورن کړي چې ګنې دولتي ځمکې او څوکۍ يې غصب کړې دي.

 

همدرد شمال کې د عطا محمد نور سیال پاتې شوی دی او ځينو مواردو کې وسله والې نښنې هم کړې دي.

 

جمعه خان همدرد تېرو ټاکنو کې له ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ اعلان کړی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.