جمیعت ګوند د حکمت له پاره وړاندیزونه لري

د اسلامي جميعت ګوند مشر صلاح الدين رباني وايي، د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه يې لا د کابل په ناسته کې، چې سبا جوړيږي، د ګډون پريکړه نه ده کړې.
د جميعت ګوند مشر نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې جميعت ګوند د ملي يووالي حکومت د هوکړې له مخې د حکومت نيمايي ونډه وال دی او له دوی پرته حکومت مانا نه لري.
صلاح الدين رباني د يوې پوښتنې په ځواب کې چې جميعت د کابل په ناسته کې ګډون کوي او که نه وويل، چې دا پريکړه به د جميعت اسلامي ګوند کوي، چې دی د بهرنيو چارو د وزير په توګه په ياده ناسته کې ګډون وکړي او که نه. جميعت اسلامي پر دې سربېره حکومت ته درې وړانديزونه هم وکړل، چې د ملي امنيت شورا د سلاکار په ګډون دې د امنيتي ادارو مشران ګوښه کړي، د کابل وروستۍ پېښې دې وڅېړي او د ملي يووالي حکومت هوکړه دې په بشپړ ‌‌ډول پلې کړي.
رباني وويل، د بلخ والي عطامحمد نور يې د دې دريځ ملاتړ کوي، او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم، چې د جميعت په ملاتړ اجرائيه رياست ته رسيدلی، ښايي د دوی ننګه وکړي. صلاح الدين رباني د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ملي امنيت شورا د سلاکار د ګوښه کولو لپاره کوم دليل لري او که نه، ويلو ته څه نه درلودل خو ټينګار يې وکړ، چې ګوند يې د ټولو امنيتي ادارو د مشرانو ګوښه کول غواړي. جميعت اسلامي ګوند که له يوې خوا ځان د حکومت د نيمايي برخې مالک بولي، له بلې خوا يې نن يو ځل بيا پر همدې حکومت توندې نيوکې وکړي؛ هغه چاره چې کتونکي يې د جميعت ګوند له لوري نوې نه بولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.