جنبش او جمعيت وسله واله نښته كړې

عطا او دوستمپه فارياب كې د جنبش  او جمعيت ګوندونو د پلويانو ترمنځ په رامنځ ته شوې شخړه كې يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

دا نښته د ميمنې ښار په سنايي څلور لارې كې نن هغه وخت رامنځ ته شوه چې د جمعيت ګوند پلويانو په ښار كې لاريون كړى و. ويل كيږي په دې پيښه كې مرګ ژوبله د جنبش ګوند ملاتړو ته رسيدلې ده.

رپوټونه وايي كه څه هم د پوليسو په منځګړيتوب نښته درول شوې او لاريون كوونكي جلا شوي، خو په ښار كې وېره خوره ده او بازار تړل شوى دى.

د مزار شخړهد جنبش ګوند مسولين وايي د جمعيت ګوند ملاتړو لاريون كوونكو د جنبش په ملاتړو ډزې كړې چې يو تن يې وژلى او څلور نوريې ټپيان كړي دي.

خو د جمعيت ګوند مسولين وايي چې جنبش ګوند ملاتړو غوښتل د جمعيت د لاريون مخه ونيسي. په دې پيښه كې د جمعيت ګوند ملاتړو ته مرګ ژوبله نه ده رسيدلې.

دا لاريون له هغه وروسته كيږي  چې په مزارشريف كې د جمعيت د ملاتړو له خوا د جنبش ګوند د مشر عبدالرشيد دوستم د انځور تر څيرې كولو وروسته په فارياب، جوزجان، بلخ او سرپل كې خلكو د عبدالرشيد دوستم په پلوى لاريونونه وكړل او په مزارشريف كې يې د هغه عكسونو ته سپكاوى وغانده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.