جنبش وايی د جمعیت ګوند مرستیال ویاند باید محاکمه شي

ذبیح الله فطرتد جنبش ګوند د ځوانانو رييس وايي په مزارشريف كې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم انځور د ذبيح الله فطرت په لارښوونه چې د جمعيت ګوند د وياند مرستيال دى راكوزشوى. هغه وايي ترهغه پورې به لاريونونو ته دوام وركړي چې ښاغلي په دې كار بښنه نه وي غوښتې او څارنوالى ته نه وي معرفي شوى.

د جنبش ګوند د ځوانانو رييس كنشكا تركستاني وايي داسې شواهد لري چې ښيي د نوي كال په لومړى شپه د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم انځور د جمعيت ګوند د وياند د مرستيال ذبيح الله فطرت په دستور راښكته كړل شوى او ترهغه پورې به د دوى لاريون دوام وكړي چې دغه شخص څارنوالى ته معرفي نه شي او يا هم بښنه ونه غواړي.

خو ذبيح الله فطرت دا ادعاوې ردوي او وايي دا يوه سياسي توطيه ده . هغه وايي كوم شخص چې دوى د شاهد په توګه وړاندې كړى له ده سره شخصي ستونزه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.