جنرال دوستم امريكا ته ځي

د ولسشمر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم به په نيژدې راتلونكې كې د امريكا متحده ايالاتو ته سفر وكړي. دا به امريكا ته د جنرال دوستم  دوهم  سفر وي. دوستم ته نيژدې سرچينې وايي چې له جنرال دوستم سره به  د وزيرانو يوه ډله او د هغه سلاكاران او سياسي مشران هم وي. دا سرچينه وايي دا سفر د امريكا متحده ايالاتو په رسمي بلنه كيږي. كه څه هم دغه سرچينې د دوستم د دغه سفر د اصلي اجندا په اړه څه نه وايي، خو ويل كيږي چې له دغه سره به د يو لړ مهمو موضوعاتو په اړه خبرې كيږي. دا سفر له هغه وروسته كيږي چې  د جنرال دوستم او عطامحمد نور ترمنځ په شمال كې مخالفتونه را ميدان ته شول او هغه له ولسمشر غوښتي چې عطامحمد نور له دندې ګوښه كړل شي. بلخوا نا تاييدشوي رپوټونه وايي چې په دې سفر كې به د اوسني حكومت د احتمالي تغير په اړه هم خبرې وشي.  په دې اړه ويل كيږي چې امريكا به له دوستم وغواړي چې استعفا وركړي او پرځاى به يې عبدالله عبدالله لومړى مرستيال او اجرايه رياست چې د افغانستان له اساسي قانون خلاف دى لغوه شي.  اجرايه رياست د ملي يووالي حكومت د هوكړې له مخې رامنځ ته شوى ، خو تر راتلونكو درېيو مياشتو پورې يې بايد په اړه لويه جرګه را وغوښتل شي ترڅو په اساسي قانون كې تعديل راولي ، خو اوسني حكومت تراوسه هم چمتو نه دي چې لويه جرګه جوړه شي ، دوى وايي چې د لويې جرګې د جوړولو له پاره د ولسواليو د شوراګانو استازو موجوديت شرط دى چې تراوسه دا ټاكنې نه دي شوې، خو سياسي شنونكي وايي د اوسني حكومت مشران ويره لري چې ښايي دا جرګه د دوى د تمې خلاف پريكړه وكړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.