جنرال دوستم: په حكومت كې لس سلنه ونډه هم نه ده وركړل شوې

دوستمجنرال عبدالرشيد دوستم هغه قومي او پوځي رهبر چې په  تيرو درېيو لسيزو كې په سياسي ډګر كې تر ډيره بريالى راوتلى دى. اوس داسې ويل كېږي چې له حكومت سره د ده اړيكي خړې پړې شوې او ګنې غواړي له حكومت سره  پريكون اعلان كړي.

خو دوستم وايي هغه حكومت به خراب نه كړي چې ده جوړ كړى دى .هغه په کابل کې د خپلو پلاویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل هغه نظام چې ده پخپله په جوړولو کې ونډه لرله، نه یې ورانوي.

جنرال دوستم وویل “ځیني وایي جنرال دوستم له حکومت څخه ګوښه شوی، او فاصله یې ترې اخیستې ده، ښه وه وروره، ما څنګه فاصله اخیستې ده، څنګه له دولت څخه لرې لاړ شم، هغه دولت چې مونږ پخپله زیار ایستلی او په کې مو اساسي ونډه لرله، دا حکومت خراب کړم، دا کار هیڅکله نه کوم، هیڅکله”.

هغه وويل ځينې ستونزې شته خو دى په سياست او جنګ كې له حوصلې كار اخلي. جنرال دوستم چې د اوږدې مودې چوپیتا وروسته یې د ملي جنبش د ځوانانو په دریمه کنګره کې د خپل ګوند ځوانانو ته وینا کوله خواشیني وښوده چې هغه وعدې چې د ټاکنو پرمهال خلکو ته یې ورکړې وې لا پوره کړي نه دي.

دوستم ادعا وكړه  چې د دغه رايو  خپل ټیم بریالیتوب ته ورساوه، خو پلویانو یې لا هم لس فیصده حق نه دی ترلاسه کړی.

جنرال دوستم د ځوانانو وغوښتل چې ځانونه پارلماني ټاکنو ته چمتو کړي.هغه وویل   پارلماني ټاکنې او لویه جرګه په مخ کې ده او باید ځوانان په دغو دواړو برخو کې پوره ونډه واخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.