جنرال نيكلسن دنده پيل كړه

جان كمپبلپه افغانستان كې د ناټو په اډانه كې د آيسف ځواكونو قومانداني له جنرال جان كمپبل څخه جنرال نيكل سون ته وسپارل شوه. په همدې موخه نن په كابل كې ځانګړي مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو كې د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله د پاكستان د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف، د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانكزى او د ملي امنيت رياست سرپرست مسعود اندرابي هم ګډون كړى و.

جنرال جان كمپبل چې په افغانستان كې د آيسف ځواكونو د قوماندان په توګه خپله دنده پاى ته ورسوله  تردې مخكې ويلي و چې له افغانستانه د نړيوالو ځواكونو د وتلو په اړه بايد تر يوې ارزنې وروسته پريكړه وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.