(جهادي جنرال) به د کورنیو چارو وزیر شي

جهادي جنرالیو جهادي جنرال به د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شي. د حکومتي سرچینو د مالوماتو له مخې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي له دندې استعفا کړې، خو ولسمشر محمد اشرف غني تراوسه نه ده منلې.

د کورنیو چارو وزارت یوه سرچینه وایی د علومي او اجرایی رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی او کله چې علومي غوښتل د کابل د امنیې اوسنی قوماندان عبدالرحمن رحیمي د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه وګوماري عبدالله عبدالله یی مخالفت کړی دی.

له بلې خوا ځینې سرچینې وایي چې حکومت په پام کې لري د عبدالله عبدالله په غوښتنه د کورنیو چارو وزارت یوځل بیا پنجشیر ولایت ته ورکړي او د کورنیو چارو د وزیر په توګه هم یو جهادي پنجشیری جنرال وګومارل شي «هغه څه چې پنجشیر ته په وروستي سفر کې ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله له پنجشیرانو سره ژمنه کړې وه.»

رویترز آژنس بیا وایی علومي له دې امله استعفا ورکړې چې په دې وروستیو کې امنیتی وضعیت ترینګلی او په امنیتي ارګانونو په تیره بیا د کورنیو چارو وزارت په رهبری نیوکې ډیرې شوې. رویترز د ملي یووالي حکومت له پاره دا استعفا یوبل ګوذاربولي چې لایې هم د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست  د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.

یوه بله حکومتي سرچینه وایی چې نورالحق علومي به په کوم بهرني هیواد کې د افغانستان د سفیر په توګه وټاکل شي او د کورنیو چارو وزارت له پاره نوي کسان په پام کې نیول شوي دي.

دا سرچینه وایی چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو اوسنی قوماندان (جهادي جنرال) جنرال تاج محمد جاهد به د کورنیو چارو د وزیر په توګه، جنرال هلال الدین هلال چې د عبدالله د کمپ غړی دی د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال، جنرال سالم احساس به د امنیتی مرستیال او صبغت الله سایق به د نشه یی توکو پروړانندې د مبارزې د مرستیال په توګه وګومارل شي.

له بلې خوا ویل کیږي چې د نورالحق علومي استعفا ښایی د پاکستان په اړه د حکومت له سیاست سره تړاو ولري، تر دې وړاندې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د پاکستان په اړه د اوسني حکومت د سیاست له امله له خپلې ندې استعفا وکړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د نور الحق علومي د استعفا خبر نه دی تایید کړی ،خو د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي وايی د کورنیو چارو وزارت په شمول په امنیتي ارګانونو کې سمون راوستل د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.