«جهادي جنرال» د کورنیو چارو وزیر شو

تاج محمد جاهدد افغانستان د دفاع وزارت د  ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال تاج محمد جاهد د کورنیو چارو د وزیر په توګه ګومارل شوی دی. تاج محمد جاهد یو جهادي جنرال دی چې د پنجشیر اوسیدونکی او د جمعیت ګوند غړی دی. هغه له څو کلونو را په دیخوا د ملي دفاع وزارت په بیلابیلو ځایونو کې دندې اجرا کړې دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نورالحق علومي په هالند کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

علومينورالحق علومي چې د عبدالله عبدالله په سیاسي پوځي ټلواله کې یې اوږده موده تیره کړې له عبدالله عبدالله سره د مخالفت له امله له دې دندې لیرې شوی دی. نورالحق علومي چې د کندهار اوسیدونکی او کمونیست ګوند د پرچم شاخې غړی دی له هغه وروسته له نظار شورا سره یارانه ټینګه کړه چې له دغه ډلې سره یی په همغږی د ډاکټر نجیب الله د حکومت په وروستیو کې د یوې پوځی کودتا په وسیله د ملګرو ملتونو د پلان د عملي کیدو مخه ونیوله.

علومي په اوسني حکومت کې د عبدالله عبدالله له برخې وزیر ګومارل شوی و چې ویل کیږی په دې وروستیو کې یې له عبدالله عبدالله سره مخالفت راغلی دی.

سالنګيکه څه هم حکومتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ویل کیږي چې علومي غوښتل د کابل د امنیې اوسنی قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه وګوماري، خو عبدالله یي مخالفت کاوه، عبدالرحمان رحیمی له هغه وروسته د کابل د امنیی قوماندان په توګه وټاکل شو چې د جنرال ظاهر ظاهر چې د پنجشیر اوسیدونکی او د عبدالله د سیاسی کمپ غړی په ټاکنو کې د لاسوهنې له امله له دندې ګوښه شو.

حکومتی سرچینو د کورنیو چارو وزارت د پخواني امنیتي مرستیال جنرال ایوب سالنګي د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي، هغه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ځانګړی شخص او د کورنیو چارو وزارت په چارو کې یې خلاص لاس درلود.

د ولسمشری مطبوعاتي دفتر وایی چې ولسمشر د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر فرید حمیدي د لوی څارنوال په توګه ټاکلی دی.

ظفرهاشميهغه څوکی چې عبدالله عبدالله غوښتل د پنجشیر یو جمعیتی ملا فضل احمدمعنوي پرې وګوماري، خو د ولسمشرې په تیرو ټاکنیزو لانجو کې د هغه کړنې د دې لامل شوې چې ولسمشر او د هغه سیاسي لوری یې ورسره ونه مني.

ولسمشر په داسې حال کې دا ټاکنې کړې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ولسمشرې د تیرو ټاکنو د دوهم پړاو پایلې اعلان کړې او ادعا یې وکړه چې د ملي ګټو د پاللو  له امله يی داپایلې په تیر کې داسې اعلان کړې وې چې ګټونکی يی نه و معلوم، خواوس یې محمداشرف غني د ولسمشر په توګه اعلان کړ.

د ملي وحدت حکومتد افغانستان د اساسي قانون له مخې د کورنیو چارو وزارت او لوی څارنوالۍ ته نومول شوي کسان باید د ولسي جرګې څخه د باور رایه واخلي. خو اوس د افغانستان د ولسي جرګې غړي د ژمي په رخصتیو بوخت دي.

ټاکل شوې تر راتلوونکو لسو ورځو پورې د ولسي جرګې غړي بیرته خپل کار ته راستانه شي. د کورنیو چارووزارت په داسې حال کې یوه جهادي جنرال ته ورکول کیږي چې د حراست او ثبات شورا په وروستیو دوو اونیو کې په حکومت په پرلپسې توګه نیوکې کولې چې مجاهدینو ته په امنیتي سکتور کې ونډه ورکړل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.