جوزجان کې د غازو د چاڼ یوه دستګاه فعاله شوه

د غازو د چاڼ دستګاهپه جوزجان کې د سلفرو د چاڼ د یوې دستګاه چارې بشپړې شوې. د کانونو او پطرولیم وزات وايي په دغه دستګاه څلور نیم میلیون ډالره لګښت راغلی او کولای شي یو ملیون متره مکعب طبیعي غاز تصفیه کړي. دا دستګاه د شبرغان ښار په یتیم تاق سیمه کې فعاله شوې چې طبیعي غاز په  شیرین یا له سلفرو پاک غاز بدلوي.

د کانونو او پطرولیم وزیر داوود شاه صبا په شبرغان کې د دغه دستګاه د پرانیستلو پروخت وویل چې د امریکا د دفاع وزارت د پرمختیايی څانګې په مالي مرسته دا دستګاه پیرودل شوې او افغانستان ته لیږدول شوې وه، خو داچې بودجه ورته نه وه نو فعاله شوې نه وه.

هغه وايي د دستګاه درولو او منتاژ له پاره شپږ میلیون ډالره ځانګړي شول چې د افغان ګاز تصدی انجینرانو او کارمندانو په دوه سوه زره امریکايي ډالره فعاله کړه چې پنځه اعشاریه اته میلیون ډالره یې یوازې د مونتاژ په چارو کې سپما شوې ده.

ښاغلی صبا وایی دا دستګاه کولای شي په منځني ډول په څلور ویشتو ساعتونو کې  ۲۲۶ زره  متره مکعب تصفیه کړي ، هغه وایی د دستګاه د تولید لوړه کچه په یوه شپه او ورځ کې ۹۵۰ زره متره مکعب غاز په پام کې نیول شوی دی.

د بلخ د سرې او برښنا د فابریکې رییس عبدالرحمن افغان وایي د دغه دستګاه تولیدات په یوه شپه او ورځ کې دیرش سلنه لوړ شوي دي. په جوزجان کې د طبیعي غاز له ۱۴۳ ډیرې څاګانې شته چې اوس یې ځینې په (یتیم تاق) او (خواجه ګوګردک) سیمو کې فعالې او غاز ترې را ایستل کیږي چې په شبرغان ښار کې ترې دوه زره کورنې ترې استفاده کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.