جیمز ماتیس وایې د افغانستان په اړه به روانې ارزونې ژر بشپړې کړي

د امريکا د دفاع وزير وايي چې د افغانستان په اړه روانې ارزونې به ژر بشپړې شي، خو تر اوسه يې ولسمشر ټرمپ ته د سرتېرو د لېږلو په اړه کوم وړانديز نه دى کړى.
له دې مخکې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو کانګرس ته ويلي وو چې د سرتېرو له کمښت سره مخ دي. څو ورځې مخکې امريکايي سرچينو وړاندوينه کړې وه چې کېداى شي ولسمشر ټرمپ په نوې تګلاره کې افغانستان ته د درېيو زرو نورو سرتېرو د لېږلو اعلان وکړي.
خو د امريکا د دفاع وزير جيمز ماټيس ويلي چې ده په خپله تر اوسه د سرتېرو د شمېر په اړه کوم وړانديز نه دى کړى. هغه، چې د امريکا د وسله والو ځواکونو له قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ سره ګډې خبري غونډې ته وينا کوله، زياته کړې ده چې افغانستان ته يې سفر کړى، له افغان ولسمشر او د ناټو له قوماندانانو سره يې ليدلي دي.
د امريکا د دفاع وزير ويلي چې ټولې مشورې او وړانديزونه به سره راټولوي، ولسمشر ټرمپ ته به يې وړاندې کوي او ډېر ژر به په دې اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.