جیمي کارتر: روسانو ته دداعش پټنځایونو نقشه ما ورکړې

جیمي کارترامریکايي سرچینې وايي، ددغه هېواد پخواني ولسمشر جیمي کارتر په سوریه کې د داعش د پناځایونو نقشه روسیې ته ورکړې ترڅو هوايي بریدونه دداعش په له منځه وړلو کې موثر تمام شي.

جیمي کارتر ویلي: (( کله چې په تېر اپریل کې د یو شمېر نړیوالو فعالانو په ګډون مې له پوتین سره وکتل، د روسیې ولسمشر خپل بریښنالیک راکړ چې یو له بل سره په اړیکه کې اوسو او په ځانګړې توګه په ښکلو ځایونو کې د کب نیونې تجربې له یوبل سره شریکې کړو.))

کارتر وویل‌: ((‌ په یو پیغام کې مې له پوتین وپوښتل ایا غواړې هغه نقشه درته واستوم چې په سوریه کې ستاسو د هوايي بمبارۍ له هڅو سره مرسته وکړي؟ څو ورځې وروسته په واشنګټن کې د روسیې سفارت له ماسره په اړیکه کې شو او ویې ویل روسیه غواړي هغه نقشې ترلاسه کړي چې تاسو یې ژمنه کړې وه. دا نقشه په سوریه کې د داعش جنګیالیو سنګرونه په ګوته کوي))

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د پنجشنبې په ورخ په یوه خبري ناسته کې وویل: دا موضوع چې کارتر موږ ته دداعش د پټن ځایونو نقشه راکړې حقیقت لري.

هغه زیات کړه: ډېر هغه معلومات او نقشې چې د کارتر د مرکز په ویبپاڼه کې خپاره شوي د داعش د مرکزونو په اړه دي.

زاخارووا زیاته کړه: روسیه د امریکا د پخواني ولسمشر کارتر له دې بشردوستانه او نیکې همکارۍ مننه کوي او دا په ډاګه کوي چې نوموړی واقعاً له داعش او ترورستانو څخه د پاکې نړۍ غوښتونکی دی او سوریې ته اندېښنه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.