جینوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه لاریون شوی

جینوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه لاریون شوی

د سویس په جینوا ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مرکزي دفتر مخې ته له بېلابېلو اروپایي هېوادونو راغلیو پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون کړی دی.

لاریونوالو د پاکستاني پوځ له‌خوا د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې پښتنو سره روان تشدد غندلی او د یاد غورځنګ د نیول شویو غړيو پر خوشې کېدو یې ټینګار کړی دی.

 دوی ویلي، پاکستانی حکومت له پښتنو سره ظلم کوي او د هغوی د حق غوښتلو نعره خاموشه کوي.

 لاریون کوونکيو ټینګار کړی دی چې نړۍ باید د پښتنو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.

 د دې لاریون یو تن ګډونوال ریاض پر ملګرو ملتونو او د بشري حقونو پر مدافع بنسټونو غږ کړی دی چې د پي ټي ایم د حق غوښتلو غږ ته دې لبیک ووایي ګنې دوی به خپلو سوله‌ییزو لاریونونو ته دوام ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.