جین سونګ: طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني

جین سونګ: طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني

کابل کې د چین سفیر لیون جین سونګ له شمشاد ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، وسله والو طالبانو ته یې په وار وار ویلي چې باید له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني.

 

هغه هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره باید بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

 

د نوموړي په وینا، چین طالبانو ته ویلي، که تاسو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنئ، چین چمتو دی چې منځګړیتوب مو وکړي.

 

سفیر ټینګار کړی چې قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې روانې خبرې باید رښتینې وي.

 

نوموړي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، امریکا باید له افغانستان څخه په مسوولانه ډول ووځي او که دغه کار ونه کړي، افغانستان به د یوې بلې جګړې د پیل شاهد وي.

 

هغه دا هم ویلي چې چین د افغان حکومت له لارې له طالبانو سره اړیکې لري او پالي یې.

 

د چین سفیر ټینګار کړی چې دوی په هره موضوع کې د افغانستان د حکومت ملي حاکمیت ته درناوی لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.