جېش محمد ډله غواړي افغانستان کې خوندي ځایونه جوړ کړي وان انډیا نومې هندۍ ورځپاڼې لیکلي، جېش محمد ډله د خپلو ملګرو په همکارۍ هڅه کوي چې افغانستان کې د خپل ځان لپاره خوندي پټنځایونه جوړ کړي. ورځپاڼه کې راغلي، جېش محمد ډلې وروسته له هغې د دغه کار لپاره پلان نیولی دی چې هندي ځواکونو په بالاکوټ کې پر دغې ډلې پوځي عملیات ترسره کړل. هندي استخباراتو ویلي، جېش محمد غواړي افغانستان کې د ځان لپاره روزنځایونه جوړ او دغه هېواد کې پر هندي فعاله بنسټونو بریدونه ترسره کړي. د هندي استخباراتو په وینا، جېش محمد ډله کې زیاتره فعال کسان د پېښور دي.
Leave a Reply