حاجي دین محمد: طالبان له شته نظام سره د یو ځای کېدو هوډ نه لري

حاجي دین محمد: طالبان له شته نظام سره د یو ځای کېدو هوډ نه لري

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي، له طالبانو سره خبرو کې يې درک کړې چې هغوی له اوسني نظام سره د یو ځای کېدو کوم تصمیم نه لري.

حاجي دین محمد ویلي، داسې ښکاري چې د طالبانو دریځ کې بدلون راغلی او د نجونو د تعلیم په څېر مسایلو سره اوس مخالفت نه کوي او دا ټينګار هم نه کوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه یا ادارې دې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.

دی دا هم وایي، چې په غونډه کې د حکومت کسان شته دي، سره له دې چې د حکومت په استازیتوب خبرې نه کوي، خو دوی د حکومت ملاتړي دي او هلته خپل نظر په ازادانه توګه څرګندولی شي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین تازه ویلي، دوی غواړي د افغانستان پوهنتونونو کې نجونې او هلکان جلا جلا درس ووايي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.