(حافظ سعيد ) په كونړ كې دى

حافظ سعیدد داعش وسله وال په كونړ كې ځاى پرځاى شوي دي. د كونړ د امنيې قوماندان وايي له هغه وروسته چې په ننګرهار كې دا ډله وځپل شوه نو د داعش د غړو اتيا كورنۍ د كونړ سركاڼو ولسوالې ته ورغلې دي.

د كونړ د امنيې قوماندان عبدالحبيب سيد خيلي وايي دغه ډلې په كونړ كې خپلو ليكو ته د خلكو د جذبولو چارې پيل كړې دي. هغه وايي د داعش د خراسان څانګې مشر حافظ سعید اوس كونړ ولايت كې ځاى پرځاى شوى دى. پاکستانی حافظ سعید چې  د داعش د خراسان څانګې مشري کوي، څو ځله یې د وژل کېدو خبرونه هم خپاره شوي اوس  په سركاڼو ولسوالې كې ليدل شوى دى.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې په كونړ كې به هم داعش ته هسې ماتې وركړي چې په اچين كې يې وركړه  او په دغه كال كې د داعش د مشرانو او جنګیالیو په نښه کول د امنیتي ځواکونو لومړیتوب دی.

بلخوا داعش په اچين كې بيا راديويي خپرونې پيل كړې او د دولت پرضد تبليغ كوي. د اف ام په څپو د داعش يوه بله راديو تردې وړاندې په دغه سيمه كې له منځه وړل شوې وه. د داعش په خراسان ډله كې چې د ۲۰۱۵ کال د جنوري په میاشت کې رامنځ ته شوې ناراضه افغان طالبان او پاكستاني طالبان راټول شوي او امريكا متحده ايالاتو په ترهګرو ډلو كې راوستې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.