حافظ سعید ونیول شو

حافظ سعید ونیول شو

پاکستاني رسنۍ وایي د “لښکرطیبه” مشر حافظ سعید چې د هند د ممبی د ۲۰۰۸ کال په ټروریستي پېښه کې په لاس لرلو تورن و، د پاکستان له ټروریزم سره د مبارزې پولیسو نیولی دی.

دا په داسې حال کې کیږي چې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شوي دي.

د پاکستان د ټروریزم ضد ادارې د جولای په دریمه خبر ورکړ چې د حافظ سعید او د هغه د ۱۲ مرستیالانو پر وړاندې یې ۲۳ دوسیې پرانیستې دي.

“لښکرطیبه” د هند پر ممبی کې د ۲۰۰۸ میلادي کال پر ټروریستي پېښه تورن دی چې په پایله کې یې ۱۶۶ تنه وژل شوي وو.

حافظ سعید چې د لښکرطیبه له بنسټ ایښودونکیو څخه دی د نړیوالې ټولنې او امریکا متحده ایالاتو له لوري د نړیوال ټروریست په نوم پېژندل شوی دی.

 امریکا متحده ایالاتو له ډېر وخت راهیسې پر پاکستان فشار راوړی و چې دا ټروریستي ډله وځپي او ۱۰ میلیونه امریکایي ډالر یې د داسې اسنادو او شواهدو لپاره جایزه ټاکلې ده چې حافظ سعید مجرم ثابت کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published.