حامد كرزى: هند او افغانستان بايد ګډ كار وكړي

حامد کرزیپخوانی ولسمشر حامد کرزی  له هند غواړي چې په سویلي آسیا کې د ثبات د ټینګښت لپاره له کابل سره کار وکړي. حامد کرزي په هند کې د يوه پوهنتون محصلينو ته په وينا كې ویلي افغانستان او هند د ترهګرۍ قربانیان دي او باید له دغه ګواښ سره مبارزه کې یو ځای کار وکړي.

د افغانستان پخواني  ولسمشر حامد كرزى وايي د افغانستان او هند ګټې شريكې دي او له يو شان ګواښ سره مخ دي . هغه وايي دا دواړه هيوادونه بايد ګډ كار وكړي. هغه وايي: (مونږ ګواښونه یو شان دي، زمونږ ګټې ورته دي، نو زمونږ او سیمې د غوره راتلونکې لپاره اړينه  ده چې ګډ کار وکړو.)

حامد كرزي د هند د اتراپردیش ایالت د کانپور ښار د تکنالوژۍ موسسې محصلينو په وينا كې ټينګار كړى  هند دودیز مرستندوی هېواد نه دی، بلکې غواړي د هنديانو  اقتصادي ژوند  ښه شي، خو د دې تر څنګ له افغانستان سره ستر مالي مرستندوی هېواد دی.

هند د افغانستان د ملي شورا  په نوې ودانۍ او د سلما په بند سلګونه میلیون ډالر لګولي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په وینا، وروستیو کلونو کې هند له افغانستان سره دنږدې دوه میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.