حامد كرزى وايي غير مسولانه بريدونه ناوړه پايلې لري

پخواني ولسمشر حامد كرزي په پكتيكا كې د نړيوالو ځواكونو له خوا د ملكي خلكو مرګ ژوبله غندلې. حامد كرزي دا بريد د نړيوالو ځواكونو يوغير مسولانه كار بللى او وايي چې دا ډول غير مسولانه بريدونه به ناوړه پايلې ولري او كه دوام وكړي نو په هيواد كې د بهرنيو ځواكونو د حضور د دوام په اړه به د افغانانو غبرګونه راوپاروي.په دې بريد كې چې د پكتيكا په برمل ولسوالې كې وشو تر څوارلس پورې ملكي خلك وژل شوي دي. تراوسه د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر په دې اړه غبرګون نه دى ښودلى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.