حامد کرزی وايي، ځانګړې بودجې ته اړتیا نلري

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر وايي، په هیڅ صورت نه غواړي دفتر یې په ځانګړي بودجوي واحد بدل شي او له هغې اندازې زیات امتیاز واخلي چې قانون ورته ټاکلی دی.

تر دې وړاندې افغان ولسمشر غني یو داسې حکم لاسلیک کړی، چې له مخې یې د حامد کرزي دفتر ته د امریکا په موافقه د میاشتې ۴۰۰ زره ډالر د لګښت په توګه ورکړل شي.

اوس د ښاغلي کرزي دفتر ويلي، کرزی د ولسمشر غني له لورېینې منندوی دی، خو دده وړوکی دفتر اړتیا نه ويني چې دومره لوړه اندازه امتیازات ترلاسه کړي. د حامدکرزي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، نوموړی دفتر نه لري، چارې له خپله کوره اداره کوي او په هغو امتیازاتو بسنه کوي چې قانون ورته تصویب کړې دي.

متقاعد ولسمشر ته په وروستیو کې په ارګ کې یوه مجلله ودانۍ جوړه شوه، خو حامد کرزي هغه ودانۍ اشغال نکړه، ځکه چې دده په نظر هغه یو مجلل ځای و. له یاد تعمیر څخه اوس اجرایه ریس عبدالله عبدالله د خپل کار ځای په توګه کار اخلي او حامد کرزی د یونما په یو پخواني تعمیر کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي.

ځینې شنونکي وايي، د ارګ په اعلامیه کې ځکه د امریکا موافقه یاده شوې وه، چې پخوانی ولسمشر تر خپل تاثیر لاندې راولي او دا یو امتیاز شي. حامد کرزي په وروستیو کې ځینو اسیایی هیوادونو په ځانګړې توګه روس او چین ته سفرونه وکړل، چې د شنونکو په باور د امریکا لپاره اندېښمنوونکي وو، خو ځینې نور شنونکي بیا په دې باور دي، چې د حامد کرزي او امریکا اړیکې تر پخوا څو چنده ښې دي او هغه د امریکا د پلانونو یو نږدې او مهم کرکټر دی.

ددوی په باور، امریکا غواړي د کرزي دفتر فعال شي او که احتمالاً د ملي وحدت حکومت تروخت وړاندې له کومې نااټکل شوې ستونزې سره مخ کېږي پخوانی ولسمشر به د بدیل یا لااقل تصمیم نیوونکي په توګه په صحنه کې فعال او د اعتماد وړ وي.

د ولسمشر غني فرمان
د ولسمشر غني فرمان

Leave a Reply

Your email address will not be published.