حبیب الله کلکاني مجاهد، خو ملاعمر ترهګر

د سقاوو زوییوازې طالبان نه وو چې په هیواد کې په تندلاري او افراطیت مشهور دي، بلکې تر دې وړاندې حبیب الله کلکاني هم هغه افراطي و چې یو ملي حکومت یې د انګریزانو په اشاره نسکور او د طالبانو په شان یې په ډیرو هغو کارونو بندیز لګولی و چې مخکې یې غازي امان الله خان په راوستلو کې خورا هڅې کړې وې. د تاریخ د پاڼو له مخې کله چې حبیب الله کلکاني د اعلیحضرت غازي امان الله خان ملي حکومت ړنګ کړ نو لومړی ګام یې دا وو چې ښوونځي یې وتړل او په ښځو یې بندیز ولګاوه.

(حبیب الاسلام) چې د هغه وخت رسمي جریده و په دې برخه کې ډیر داسې څه لري چې تراوسه به یې هم خلک په اړه مالومات نه لري، په دې وروستیو کې یو شمیر راډیکاله تاجیکان هڅه کوي چې د حبیب الله کلکاني چې د سقاو په زوی هم شهرت لري مړی پیدا او په رسمي مراسمو کې یې خاورو ته وسپاري، هغه کسان چې طالبان د عصر جاهلان ګڼي خو د قومي تعصب له مخې حبیب الله کلکاني چې تر طالبانو مخکې یې طالباني نظام عملي کړی و یو مجاهد ګڼی، ډیر داکسان د پخوانیو جهادي قوماندانانو په نیمه پوځي پوستو کې رالوی شوی کسان دي. که دقیقه څیړنه وشي نو حبیب الله کلکاني ډیر داسې کارونه کړی او سپارښتنه یې کړې چې تر اسلام مخکې لاهم نه چلیدل.

دلته موخه له طالبانو دفاع نه ده، بلکې دا باید له یاده ونه ایستل شي چې طالبان د یوه افراطي حکومت لومړني بنسټګرنه دي او تر دوی پخوا حبیب الله کلکاني دا کار کړی و او که یې واکمنې دوام کړی وای نو له شک پرته چې تر طالبانو به یې ډیر ناوړه کارونه کړی وای.

د (حبیب الاسلام) جریدې په لومړی ګڼه کې د حبیب الله کلکاني ځینې مقررې خپرې شوې چې ځینې یې په دې ډول دي، دلته یې ځینې برخې په پښتو داسې لیکم چې د لیکلو سبک یې ډیر تغیر ونه کړي، خو د دې مطلب په پای کې یې اصلي بڼه هم شته چې په فارسي لیکل شوې ده.

سرچینه: (حبیب الاسلام)  لومړی ګڼه، پنجشنبه ، د  ۱۳۴۷ رمضان المبارک ۱۷ مه او د ۱۳۰۷ کال د کب ۹مه

دا جریده وایی د هغه څه د لغوه کولو په موخه دا مقررات ټاکل کیږي چې د پرمختګ په نامه یو لړ کارونه پیل شوی وو. د حبیب الله کلکاني مقرره وایی ټولې ښځې مکلفې دي چې حجاب واغوندي او هیڅ ښځه نه شي کولای له محرم پرته له کوره ووځي.

(حبیب الاسلام ) لیکي: «په کابل کې هغه مکتبونه لغوه شول چې د اجنبیانو او کفارو ژبې یې د اسلام بچیانو ته ورښودلې، ټولې هغه مدرسې او مکتبونه لغوه دي چې واړه هلکان چې په شرعه کې د نجونو منزلت لري او داسې مکتبونه لولي چې شریعت او قراني احکام په کې نشته، بلکې عقیدې یې زیانمنوي لغوه دي، بلې د هر مسلمان تعلیم روا دی، خو مقصد دیني علم او عبادت دی نه د کفر بهرنی ژبې او یا د کفر د تیرو پاچاهانو نومونه. د مستورات مدرسه لغوه شوه چې نجونو به په کې زده کړه کوله، هغه قوانین او نظامات چې د ملکانو له پاره ټاکل شوي وو لغوه اوپرځای یې قاضیان مقرر شول چې شرعه شریفه تطبیق کړي.

همدا راز نور لوی او واړه مسایل چې په تیرو لسو کلونو کې د ترقی په نامه دود شوي وو لکه ډول ډول سلام، فرنګې خولې او دریشي، د څو ښځو په نکاح بندیز، د واده د عمر ټاکل او نورې ادارې چې د تشکیلاتوپه نامه جوړې شوې وې او د بیت المال پیسې یې مصرفولې ټول لغوه دي او پر ځای یې د هغو عالمانو له پاره دا پیسې حواله شوې چې عبادت کوي، آذانونه کوي، د دین فرض ادا کوي چې مخکې نه ورکول کیدې، او نن په کابل کې د شرعې شریفې له اصولو پرته نور هیڅ څه نه لیدل کیږي او هر هغه څه کیږي چې د خدای ج حکم او د رسول مقبول سنت یې فرمايی عملی کیږي.»

کټ مټ  متن یې دادی: «بعد ازینکه سلطنت اسلامیه حالیه قایم شد از جمله مقررات و عملیات که برای دفع عملیات بد سابقه که بنام ترقی روی‌کار آمده بود فقرات ذیل است:

مقررات حکومت سنیه حالیه:

رفع حجاب که آزاد گذاشته شده بود لغو و بعوض مقرر گردید که هیچ زن بی محرم خود از خانه نبراید. مکتب‌هائیکه در کابل زبان‌های اجنبی و کفار را باولاد اسلام یاد میدادند لغو گردید.

دیگر مدرسه‌ها که بچه‌های اهالی که شرعا منزله دختر بالغه را دارند و در ان مکتب ها درس هائیکه از مفاد دینی و علم شرایع و احکام قرانی بران ها مرتب نیست بلکه در اعتقاد شان خلل‌های زیادی واصل میشود یاد میگرفتند. بلی تعلیم هر فرد مسلم جائز است مگر مقصد از علم احکام دین و اصول عبادات است نه علوم زیادهٔ لسان خارجه کفر یا نام و یاد سلاطین ماضیهٔ کفر را یاد گرفتن اینهمه مکتب‌ها لغو شد.

مدرسه مستورات که دخترها از خانه‌های خود برآمده در آنجا سبق می‌خواندند موقوف شد قوانین و نظامات که بمانند ملک‌ها و غیره مانده شده بود لغو و عوض آن قضات مقرر و به تطبیق دادن احکام شرع شریف مقرر گردیدند.

همچنین باقی مسائل جزئی و کلی بد که در این ده سال بنام ترقی رواج یافته بود از قبیل سلام های رقم رقم – یا کلاه فرنگی و دریشی یا موقوف کردن تعدد زوجات و تعیین سن ازدواج و دوائر زیاد بنام تشکیلات ساختن همه اسباب مصرف پول بیت‌المال بشمار میرفت اینها همه لغو گردید و بعوض آن پول بیت‌المال بدرک های صحیح و برای علمائيکه اقامه عبادت و موذنی بجا آورده فرائض دین را مینمایند که سابق موقوف بود تعیین شد.

و الحاصل امروز در کابل غیر از اصول شرع شریف دیگر هیچ مظهری دیده نمیشود آنچه را که حکم خداوند کریم و سنت رسول مقبول امر میفرماید رویکار است.»

جريده
حبیب الاسلام

Leave a Reply

Your email address will not be published.