حزب اسلامي وايي په افغان ځواكونو يې هيڅ بريد نه دى كړى

د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ اسلامي حزب وايي تراوسه يې له افغان ځواكونو سره نښته نه ده كړې او له نړيوالو ځواكونو سره به يې جګړه دوام مومي.  كه څه هم ويل كيږي چې حكمتيار له خپل هغه شرط تير شوى چې د سولې خبرو په برخه كې يې تل پرې ټينګار كوه او هغه د نړيوالو ځواكونو وتل وو ، خو  د ګلبدین حکمتیار د ډلې لخوا د سولې خبرو ته راغلی استازی  امين كريم وايي، دوی غواړي له افغانستان څخه بهرني سرتیري ووځي، خو دا یې د سولې د خبرو د پیل لپاره شرط نه دی. د دغه ډلې یو غړی وايي که حکومت یې وړاندیزونه ومني او هوكړې ته ورسیږي، نو د هغو ډلو په ضد به مبارزه پیل کړي چې د حاکمیت په ضد جنګیږي.   دغې ډلې حزب اسلامي تر دې مخکې د څو ځانمرګو بریدونو  او د بهرنیو ځواکونو په اکمالاتو د ګڼو بریدونو مسولیت منلی دی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.