(( حزب التحریر د ترهګرو غیرنظامي څانګه ده))

حزب التحریرد افغانستان د حکومت اجرایه ریس عبدالله عبدالله وايي، حزب التحریر په افغانستان کې په پراخه توګه فعالیت لري او دا د ترهګرو ډلو غیر نظامي څانګه ده. د عبدالله په وینا دا حزب ځوانان هڅوي چې په ترهګرو ډلو کې فغالیت وکړي.

داکتر عبدالله نن د وزیرانو شورا کې وویل: ددې جوړښت فعالیتونه د امنیتي نهادونو له سترګو الونیا ندي، او هغوی هره لحظه څارل کېږي خو تراوسه یې پر ضد کومه عملي ګام ندی پورته شوی. د عبدالله په وینا تحریر په اکاډمیکو مرکزونو کې د ځوانانو ترمنځ تبلیغات او جلب و جذب لری. ویل کېږي د حزب التحریر په اړه نن د وزیرانو شورا کې تاوده بحثونه شوي دي.

حزب التحریر په ۱۹۵۳ کال د فلسطیني شیخ تقي الدین لخوا تاسیس شو، دا حزب باور لري چې په ټوله نړۍ خلافت واکمن شي او د ځمکې د مخ هر هېواد به یې یو ولایت وي. د تحریر ملاتړي ادعا کوي چې دا حزب د نړۍ په ۴۵ ملکونو کې فعالیت لري.

په افغانستان کې د حزب التحریر فعالیتونه د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته په ۲۰۰۳ کال کې پیل شول او تر ننه په ناقانونه ډول فعالیت لري. دا حزب په پوهنتونونو کې په ښکاره ډول جلب و جذب او تبلیغات کوي، چاپي نشریه لري، ویبپاڼه لري او په فیسبوک کې یې پاڼه د حزب التحریر افغانستان په نوم ده.

د حزب التحریر د ډلې او فعالیتونو په اړه له یو کال راهیسې رسنۍ او لیکوالان انتقادونه کوي، خو د عبدالله عبدالله غبرګون لومړنی دولتي غبرګون دی،‌ چې اندېښنه په ډاګه کوي او د مخنیوي په اړه یې دولت اقداماتو ته رابولي. د ننګرهار او کابل په پوهنتونونو سربیره ځینې نور پوهنتونونه هم د حزب التحریر له پلویانو ډک دي او ډیری ملاتړي یې د بدخشان او تخار هغه ځوانان دي چې پلرونه یې د جمیعت ګوند غړي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.