حسن خمیني وايی د ساتونکې شورا د پریکړې پروړاندې به ودریږي

حسن خمینيد ایران د پخوانی مذهبی رهبر «آیت الله روح الله خمینی»  لمسی «حسن خمیني» وایی د هغه پریکړې پروړاندې به مبارزه وکړي چې دی یې د «نخبه ګانو شورا» په ټاکنو کې له ګډون منع کړی دی.

د ایران د «نخبه ګانو شورا »  ټاکنې به د روان کال د فبروری په «۲۶» ترسره شي .۴۳ کلن حسن خمیني وایی چې د یو شمیر سیاسي او مذهبی رهبرانو په غوښتنه یي دا پریکړه کړې ده.

حسن خمیینی په ایران کې په منځلارو رهبرانو کې راځي او ویل کیږي چې له اصلاح غوښتونکو سره تړاو لري.

د هغه زوی څو ورځې مخکې ویلي و چې د دغه هیواد ساتونکې شورا حسن خمیني د « نخبه ګانو شورا » په ټاکنو کې له ګډون منع کړی دی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.