حقاني شبکې د کابل په وروستیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي

د حقاني ډلې مشر سراج الدين حقاني د کابل په وروستيو بريدونو کې لاس لرل رد کړي دي. شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند له زنبق څلور لارې سره د يوه ټانکر موټر په وسيله بريد وشو چې له امله يې سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه راز تر يادې پېښې دوه ورځې وروسته د مشرانو جرګې د مرستيال د وژل شوي زوى د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي بريدونه وشول چې له امله يې يوځل بيا ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
تر يادې پېښې وروسته د افغانستان د ملي امنيت رياست ادعا وکړه چې د دوى د پلټنو او څېړنو له مخې په يادو دوو پېښو کې د حقاني شبکې لاس درلود، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې اى. اېس. اى او لشکر طيبه په ملاتړ يې ترسره کړي دي.
رسنيو ته د حقاني ډلې د مشر سراج الدين حقاني غږيز پيغام لېږل شوى چې په هغه کې یې په دې بريدونو کې لاس لرل رد کړي دي. خو حقاني په دې غږيز پيغام کې ويلي،تر هغه به جګړې ته ادامه ورکوي چې بهرنيان له افغانستان څخه وتلي نه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.